کندهار سيمه ييزو مسوولين وايي چې په تېرو پنځو ورځو کې ۳۸ زره ۶۶۴ تنه چې ۶ زره ۱۳۸ کورنۍ کېږي؛ د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د مسوولینو په خبره دغه کسان هېواد ته له رستنېدو سره سم، د سپین بولدک د کډوالو چارو آمریت کې ثبت او راجسټر شوي
کندهار سيمه ييزو مسوولين وايي چې په تېرو پنځو ورځو کې ۳۸ زره ۶۶۴ تنه چې ۶ زره ۱۳۸ کورنۍ کېږي؛ د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د مسوولینو په خبره دغه کسان هېواد ته له رستنېدو سره سم، د سپین بولدک د کډوالو چارو آمریت کې ثبت او راجسټر شوي دي. د معلوماتو له مخې؛ یاد کسان د مرستې ترلاسه کولو په موخه، د کډوالو نړیوال سازمان ته معرفي شوي دي. دغه راز، د سرپرست حکومت له لوري هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده. د خپرو شویو شمېرنو له مخې؛ په وروستيو څو ورځو کې، څه د پاسه ۳۰۰ زره هېوادوال د تورخم او سپين بولدک له لارو څخه هېواد ته راستانه شوي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.