د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار ولایت رهبرۍ کړنې وستایلې

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار ولایت رهبرۍ کړنې وستایلې

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري او امنيه قوماندان مولوي فريد عمر د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره وکتل.په کتنه نوموړو د دې ولايت امنيت، اقتصاد، سياست، پرمختګ، ټولنيز وضعيت ښې حکومتولۍ او ولسونو سره د ښو اړيکو په اړه هر اړخيز معلومات شريک کړل او په يو شمېر برخو کې

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري او امنيه قوماندان مولوي فريد عمر د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره وکتل.
په کتنه نوموړو د دې ولايت امنيت، اقتصاد، سياست، پرمختګ، ټولنيز وضعيت ښې حکومتولۍ او ولسونو سره د ښو اړيکو په اړه هر اړخيز معلومات شريک کړل او په يو شمېر برخو کې یې ستونزې ورسره شریکې او د حل غوښتنې يې وکړې.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال د ننګرهار ولايت رهبرۍ کړنې وستایلې او د ستونزو د حل په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
مولوي عبدالکبير وويل، چې د افغانانو مخکينۍ مبارزه د اسلامي نظام ټينګښت لپاره وه او نن د اسلامي نظام پايښت لپاره ده، همدا راز يې د ولسونو ستونزو حلول او پر وخت اقدام د مسئولينو لومړيتوب ياد کړ.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos