د دوشي- بامیانو پر سړک د جغل اچولو چارې پیل شوې

د دوشي- بامیانو پر سړک د جغل اچولو چارې پیل شوې

د بغلان د ټولګټو ریاست، له دوشي څخه تر بامیانو پورې پر غځېدلي سړک چې د سالنګ بدیله لاره بلل کېږي پرې د کرېړ اچولو چارې پيل کړې دي. د بغلان د ټولګټو رییس محمد عباس آخند زاده وايي، چې د سیمه ییزو او مرکزي چارواکو د لارښوونې له مخې، څو ورځې مخکې د بامیانو

د بغلان د ټولګټو ریاست، له دوشي څخه تر بامیانو پورې پر غځېدلي سړک چې د سالنګ بدیله لاره بلل کېږي پرې د کرېړ اچولو چارې پيل کړې دي. د بغلان د ټولګټو رییس محمد عباس آخند زاده وايي، چې د سیمه ییزو او مرکزي چارواکو د لارښوونې له مخې، څو ورځې مخکې د بامیانو له دوشي څخه ترحدبخشي پورې د عامه سړک د جغل اچونې او هوارولو چارې د یاد وزارت له خوا پیل شوي او په جدي توګه دوام لري. د نوموړي په خبره دغه سړک ۷۶ کیلو متره دی، چې څه ناڅه ۶۰ کیلومتره یې جغل اچونې او هوارولو ته اړتیا لري. د یادونې وړ ده چې یاده لار د سالنګ بدیله لاره بلل کېږي چې اوس مهال پرې مسافر تګ او راتګ کوي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos