د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت: د کابل په ترمینلونو کې یې د ۱۷ مسافر وړونکو بسونو فعالیت ځنډولی دی

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت: د کابل په ترمینلونو کې یې د ۱۷ مسافر وړونکو بسونو فعالیت ځنډولی دی

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل په ترمینلونو کې یې د ۱۷ مسافر وړونکو بسونو فعالیت ځنډولی دی. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا چاره یې د کابل په دریو لویو ترمینلونو کې د مسافر وړونکو موټرو تخنیکي وضعیت د کنټرول پروسې پرمهال ترسره کړې ده. دغه

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل په ترمینلونو کې یې د ۱۷ مسافر وړونکو بسونو فعالیت ځنډولی دی. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا چاره یې د کابل په دریو لویو ترمینلونو کې د مسافر وړونکو موټرو تخنیکي وضعیت د کنټرول پروسې پرمهال ترسره کړې ده. دغه وزارت همداراز لیکلي چې، د یادې پروسې پرمهال د ۵۲ موټرو تخنیکي وضعیت څارل شوی چې له ډلې یې له ځینو موټرو غیر معیاري څوکۍ لرې کړای شوي او د ۹ نورو تخنیکي اصلاح شوې ده.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos