درانی: ‌په پاکستان کې سولې سر خوړلی دی

درانی: ‌په پاکستان کې سولې سر خوړلی دی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني‌ ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې سوله او امنیت ټېنګ شوی، خو په پاکستان کې سوله لا هم ورکه ده.دراني په اسلام اباد کې په یو نړیوال سیمینار کې ویلي «بدبختانه زموږ د سولې برخه لا هم ورکه» ده.نوموړي ویلي، چې په اوسني

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني‌ ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې سوله او امنیت ټېنګ شوی، خو په پاکستان کې سوله لا هم ورکه ده.
دراني په اسلام اباد کې په یو نړیوال سیمینار کې ویلي «بدبختانه زموږ د سولې برخه لا هم ورکه» ده.
نوموړي ویلي، چې په اوسني وضعیت کې د افغانستان اوسنی حکومت پړ نه شي ګڼلی.
دا په داسې حال کې چې څو ورځې مخکې د سرپرست حکومت ویاند په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو ډلو د حضور خبره رد کړه او وې ویل، چې دلته هېڅ داسې مسلح بهرنی وګړی نشته چې نورو ته ګواښ پېښ کړي.
تر دې مخکې د دفاع سرپرست وزیر ویلي وو چې هېڅوک دې په خپله خاوره کې د امنیتي پېښو په مخنیوي کې د ناکامۍ پړه پر افغانانو نه اچوي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos