خوست کې سویس هېواد د سل زره ډالرو په ارزښت یو کانال جوړوي

خوست کې سویس هېواد د سل زره ډالرو په ارزښت یو کانال جوړوي

د خوست د شمل حرم سندیزې حوزې ریاست مسوولین وايي چې د یاد ولایت د صبریو یعقوبیو ولسوالۍ په سوري پاڼ سیمه کې د ۱۲۵۰ مترو په اوږدوالي د یوه کانال د بنسټ ډبره کېښودل شوه.د مسوولینو په وینا دغه پروژه د سویس هېواد د بهرنیو مرستو د پراختیايي ادارې په مالي ملاتړ د ۱۱۹

د خوست د شمل حرم سندیزې حوزې ریاست مسوولین وايي چې د یاد ولایت د صبریو یعقوبیو ولسوالۍ په سوري پاڼ سیمه کې د ۱۲۵۰ مترو په اوږدوالي د یوه کانال د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د مسوولینو په وینا دغه پروژه د سویس هېواد د بهرنیو مرستو د پراختیايي ادارې په مالي ملاتړ د ۱۱۹ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي، چې چارې به یې د شپږو میاشتو په بهیر کې بشپړې شي. ياده پروژه د اوبو مدیریت او کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه ترسره کېږي، چې د دې پروژې په پلې کولو سره به زیاتې کرنیزې ځمکې خړوبې او د یادې سیمې خلک به له یاد کانال څخه په مستیقمه توګه ګټه واخلي.
په دغه پروژه کې د سیمې سلګونو اوسېدونکو ته د کارزمینه برابره شوه.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos