خوست کې د جلغوزیو سوداګر د نړیوال بازار غوښتنه کوي

خوست کې د جلغوزیو سوداګر د نړیوال بازار غوښتنه کوي

په خوست کې د جلغوزیو سوداګر او پلورونکي وايي، حاصلاتو ته د بازار موندنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او له حکومت څخه غواړي چې د چین ترڅنګ دې اروپايي هېوادونو ته هم د جلغوزیو صادراتو ته لار پیدا کړي.دوی وايي، هر کال د افغانستان زرګونه ټنه جلغوزي پاکستان ته په قاچاقي

په خوست کې د جلغوزیو سوداګر او پلورونکي وايي، حاصلاتو ته د بازار موندنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او له حکومت څخه غواړي چې د چین ترڅنګ دې اروپايي هېوادونو ته هم د جلغوزیو صادراتو ته لار پیدا کړي.
دوی وايي، هر کال د افغانستان زرګونه ټنه جلغوزي پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کېږي او له هغه ځایه نړیوال بازار ته د پاکستان په نوم صادریږي چې په دې سره افغاني سوداګرو ته هر کال میلیونونه افغانۍ زیان رسیږي.
دوی زیاتوي، سږ کال د جلغوزیو حاصلات کم او کیفیت یې ښه دی او په وینا یې، د هوايي دهلېزونو له لارې چین ته وړل کېږي، خو تراوسه پلورل شوي نه دي.
د خوست د سوداګرۍ خونو مشر نواب اميرزی وايي، جلغوزي د افغانستان له مهمو صادراتو شمېرل کېږي نو د چین تر څنګ په کار ده چې، د نړۍ نورو بازارونو ته هم صادر شي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos