خوست کې د باروړنکو موټرو د وزن کنټرول تله جوړه شوې

خوست کې د باروړنکو موټرو د وزن کنټرول تله جوړه شوې

د خوست ولایت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د ۴.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د بار وړونکو موټرو د وزن کنټرول تله جوړه شوې ده. د خوست ولایت ځایي چارواکي وایي، چې دغه تله اړتیا ته په کتو د لویو بار وړونکو موټرو د وزن کنترول په موخه په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې جوړه

د خوست ولایت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د ۴.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د بار وړونکو موټرو د وزن کنټرول تله جوړه شوې ده. د خوست ولایت ځایي چارواکي وایي، چې دغه تله اړتیا ته په کتو د لویو بار وړونکو موټرو د وزن کنترول په موخه په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې جوړه شوې چې په دې سره به د لویو بار وړونکو موټرو وزن کنترول او دغه ولایت ته به غځېدلی عمومي سړک د تخریب او زیان مخنيوی وشي. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې په یاده تله باندې شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د تلې تر څنګ د یادې ساحې همواري او اداري ودانۍ جوړول هم شامل دي. د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي، چې له دې وروسته به د ټولو بار وړونکو موټرو وزن کنترول کړي او له سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند وکړي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos