تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې رياست دوه تنو مسلکي غړو انجينر منصور احمد عزيزي او انجينر شعيب انور هلمند ولايت ته د لرغونې بست کلا د سروې په موخه سفر وکړ.

تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې رياست دوه تنو مسلکي غړو انجينر منصور احمد عزيزي او انجينر شعيب انور هلمند ولايت ته د لرغونې بست کلا د سروې په موخه سفر وکړ.

یاد پلاوي د هلمند اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد سره د خبرو پر مهال وویل: د سفر موخه يې په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې د لرغونې بست کلا او ددې کلا د شیشک ترمیم او ډېزاين دی، تر څو د لرغونې بست کلا د ودانۍ او شیشک سروې ترسره او د ترمیم

یاد پلاوي د هلمند اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد سره د خبرو پر مهال وویل: د سفر موخه يې په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې د لرغونې بست کلا او ددې کلا د شیشک ترمیم او ډېزاين دی، تر څو د لرغونې بست کلا د ودانۍ او شیشک سروې ترسره او د ترمیم چاري یې پیل کړو.
دوی زیاته کړه؛ راتلونکي کال لپاره پلان دی، تر څو ددې ولایت د تاریخي آبداتو ودانۍ بیا ځلي ترمیم کړو تر څو د سیلانیانو پاملرنه راجلب کړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج حافظ عبدالباري راشد راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ ډاډ ورکړ، چې د یاد ریاست د تاریخي آبداتو مسؤلین به د تاریخي سیمو او ودانيو څخه پوره پاملرنه وکړي او هیچاته به اجازه ور نه کړي چي د تاریخي آبداتو ځمکې غصب کړي او یا هم تاریخي آبداتو ته زیان ورسوي.
د يادونې وړ ده چې هلمند ولايت کې تاریخي آبداتو د بهرنیو سيلانيانو پاملرنه ځان ته جلب کړې، چې د اسلامي امارت په راتګ سره دې ولایت ته سلګونه بهرني سیلانیان راغلي او تاریخي سیمو څخه یې لیدنې کړې.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos