تمه شته چې د م.م غونډه کې پر افغانستان بندیزونه لرې شي

تمه شته چې د م.م غونډه کې پر افغانستان بندیزونه لرې شي

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د ۷۸مې غونډې له پیلېدو سره هم‌مهاله د افغانستان سرپرست حکومت وايي تمه لري چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړل شي.د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال وايي چې په دا ډول غونډو کې باید د سرپرست حکومت له لاسته راوړنو هم یادونه وشي. سیاسي شنوونکي پر دې

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د ۷۸مې غونډې له پیلېدو سره هم‌مهاله د افغانستان سرپرست حکومت وايي تمه لري چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړل شي.
د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال وايي چې په دا ډول غونډو کې باید د سرپرست حکومت له لاسته راوړنو هم یادونه وشي. سیاسي شنوونکي پر دې باور دي که‌چېرې سرپرست حکومت او نړۍ د يو بل غوښتنو ته غاړه کېږدي، اوسنۍ ستونزې به حل شي. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي و، چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو مسئله یوه له هغو مسایلو ده، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸ مه غونډه کې به پرې بحث وشي. تمه کېږي چې د نړۍ د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو استازي د ملګرو ملتونو سازمان په ۷۸مې سرمشریزه کې ګډون وکړي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos