ترکمنستان د هرات زلزله ځپلو سره د اړینو توکو مرسته وکړه

ترکمنستان د هرات زلزله ځپلو سره د اړینو توکو مرسته وکړه

ترکمنستان د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره، د درملو، خوراکي توکو او جامو درې محمولې رالېږلي دي.دغه مرستې د هرات په تورغونډۍ بندر کې د سرپرست حکومت چارواکو ته وسپارل شوې.ځايي چارواکي وايي، چې ډېر ژر به دغه مرستې زلزله ځپلو سیمو ته ولېږدوي.دوی بیا هم له مرستندویه ادارو او د نړۍ له

ترکمنستان د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره، د درملو، خوراکي توکو او جامو درې محمولې رالېږلي دي.
دغه مرستې د هرات په تورغونډۍ بندر کې د سرپرست حکومت چارواکو ته وسپارل شوې.
ځايي چارواکي وايي، چې ډېر ژر به دغه مرستې زلزله ځپلو سیمو ته ولېږدوي.
دوی بیا هم له مرستندویه ادارو او د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې زیانمنې شوې کورنۍ یواز پرینږدي.
د هرات د زلزله ځپلو لپاره د خلکو، خیریه موسسو، ملي سوداګرو او نړیوالو موسسو مرستې د راټولېدو په حال کې دي او هره ورځ دغه مرستې زلزله ځپلو سیمو ته استول کېږي.
حکومتي چارواکو ویلي، دا مهال په بېلابېلو زلزله ځپلو سیمو کې له ۳۰ زیاتې مرستندویه ډلې په کار بوختې دي او هره ورځ ځپلو سیمو ته مرستې رسوي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos