بغلان کې د وزلوبې خزاني سیالۍ پیل شوې

بغلان کې د وزلوبې خزاني سیالۍ پیل شوې

په بغلان ولایت کې د بدني روزنې او سپورت آمریت په همغږۍ د وزلوبې فدارسیون له لوري د مرکز او ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ د وزلوبې د مني سیالۍ پیل شوې.د بغلان د بدني روزنې او سپورت آمر محمد امیر امیري وایي، چې د وزلوبې د مني سږنۍ لوبې به دوه ورځې دوام وکړي چې

په بغلان ولایت کې د بدني روزنې او سپورت آمریت په همغږۍ د وزلوبې فدارسیون له لوري د مرکز او ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ د وزلوبې د مني سیالۍ پیل شوې.
د بغلان د بدني روزنې او سپورت آمر محمد امیر امیري وایي، چې د وزلوبې د مني سږنۍ لوبې به دوه ورځې دوام وکړي چې د دې ولایت د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو ۵۰ نه تر ۶۰ چاپ اندازانو پکې برخه اخیستې.
نوموړي زیاته کړه چې د دې سیالیو موخه د غوره چاپ اندازانو په نښه کول او وزلوبې ته وده ورکول دي.
د بغلان د وزلوبې د فدراسیون مشر سردارخان موسی زوی وايي، چې دا لوبه د افغانانو د کلتور یوه برخه ده او په وینا یې هر افغان باید خپل کلتور وساتي څو له یوه نسله بل ته انتقال شي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos