استرالیا هندوستان ته د کریکټ د نړيوال جام په پایلوبه کې په ۶ ويکټو ماتې ورکړه او د دغه جام اتلولي ېې خپله کړه. په دې لوبه کې پچه استراليا وګټله او لومړی ېې ډګر ساتنه وکړه.

استرالیا هندوستان ته د کریکټ د نړيوال جام په پایلوبه کې په ۶ ويکټو ماتې ورکړه او د دغه جام اتلولي ېې خپله کړه. په دې لوبه کې پچه استراليا وګټله او لومړی ېې ډګر ساتنه وکړه.

هندوستان په ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۰ منډې جوړې کړې.استرالیا وتوانيد چې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو په داسې حال کې چې ۴۲ توپونه لا پاتې وو، ځان دغه هدف ته ورسوي او د پايلوبې ګټونکی شي.د فرانسې خبري آژانس په حواله، دغه لوبه د هندوستان د حیدرآباد ښار په لوبغالي

هندوستان په ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۰ منډې جوړې کړې.
استرالیا وتوانيد چې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو په داسې حال کې چې ۴۲ توپونه لا پاتې وو، ځان دغه هدف ته ورسوي او د پايلوبې ګټونکی شي.
د فرانسې خبري آژانس په حواله، دغه لوبه د هندوستان د حیدرآباد ښار په لوبغالي کې چې د ۱۳۰زره کتونکو وړتيا لري، تر سره شوه. لوبې ته د هندوستان سینما نامتو هنرمندان، له هغې جملې شاه رخ خان او رنبير سینګ او سندرغاړې آشابهوسلې هم راغلي وو. د هندوستان صدراعظم نريندرا مودي تر لوبې مخکې پر ټويټر د هندوستان ټيم ته د بریا هېله کړې وه.
هندوستان چې په روان نړېوال جام کې خپلې ټولې ۹ لوبې وګټلې، خو په پایلوبه کې ورسره بخت یاري ونه کړه. استرالیا له پیله ښې لوبې ونکړې خو بیا له تېرو نهو لوبو څخه ۷ ېې ګټلې وې او په اتمې بریا سره ېې اتلولي خپله کړه.
په هندوستان کې د کریکټ پنځوس اوریز نړېوال جام په دغه تورنمنت کې لسو هېوادونو افغانستان، هندوستان، پاکستان، بنګلدیش، سريلانکا، استرالیا، نيوزیلند، جنوبي افریقا، نیدرلیند یا هالند او انګلستان ګډون درلود. افغانستان له نهو لوبو څلور وګټلې او د لسو هېوادونو په نوملړ کې په شپږم ځای کې ودرېد. په دغه جام کې ټولې ۴۸ لوبې وشوې.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos