اتریش کې د افغانستان د کونسلي خدمتونو د پيل په اړه خبرې شوي

اتریش کې د افغانستان د کونسلي خدمتونو د پيل په اړه خبرې شوي

د اتریش هېواد د ازادۍ ګوند مخکښو غړو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره لیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې سرپرست وزیر د نورو موضوعاتو ترڅنګ په ویانا کې د افغانانو د ستونزو د حل په موخه د کونسلي خدمتونو او

د اتریش هېواد د ازادۍ ګوند مخکښو غړو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره لیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې سرپرست وزیر د نورو موضوعاتو ترڅنګ په ویانا کې د افغانانو د ستونزو د حل په موخه د کونسلي خدمتونو او نورو اسانتیانو د رامنځته کولو په تړاو هم خبرې کړې دي. په ورته وخت کې د اتریش د ازادۍ ګوند غړو په دغه کتنه کې د افغانستان وضعیت تر هغه ډېر ښه بللی چې مخکې له راتګ څخه يې له رسنيو څخه اورېدلي وو. د اتريش د ازادۍ ګوند غړو په ټینګار سره ویلي او ژمنه یې کړې، چې دوی به د افغانستان د اوسني وضعیت ریښتنی انځور له ځان سره اروپاته نقلوي او هلته به یې له خپلو چارواکو، ولسونو او د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو سره شریکوي.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos